ایران: امریکا سره په دې شرط خبرو ته تیار یم چې ښه موافقه ترلاسه شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان

ایران وایي، د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي موافقې د را ژوندي کولو لپاره د امریکا له متحدو ایالاتونو سره مخامخ خبرو ته په دې شرط تیار دی چې یوه ښه موافقه ترلاسه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان پرون دوشنبې (د سلواغې ۴مه) په تهران کې په یوه خبري غونډه کې هغه راپورونه چې وایي، حکومت یې د اروپا په منځګړیتوب له امریکا سره خبرو ته اماده شوی، رد کړل.

عبداللهیان زیاته کړه: "که د خبرو په جریان کې دې مرحلې ته ورسېږو چې یوې ښې او له لوړو تضمینونو سره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره اړتیاوې چې په یوه سطحه له امریکایانو سره خبرې وکړو، د بندیزونو د لېرې کولو لپاره د خبرو په کاري چوکاټ کې به دا مساله له پامه ونه غورځوو."

د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو، چین، فرانسې، بریتانیا، روسیې او جرمني ترمنځ د اتریش په پلازمېنه ویانا کې روانې خبرې د تیر کال په جون میاشتې کې پیل شوې وي، خو وروسته له هغې چې په دې کال کې تُندلاری ابراهیم ریسي د ولسمشرۍ انتخابات وګټل، په ټپه دریدلې وې.

واشنګټن په دغو خبرو کې په غیر مستقم ډول ګډون کړی خو ویل کېږي چې ایراني او امریکایي مرکچیانو د اروپایانو په منځګړیتوب خبرې مخ ته وړې دي.