ناټو ختیځه اروپا کې خپل ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې راوستي

د ناټو ځواکونه

د ناټو غړیو هېوادونو هغو اندېښنو ته په پام چې د اوکراین له پولې سره د روسي ځواکونو د ځای پرځای کیدا پر سر زیاتې شوي، په ختیځه اروپا کې خپل ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې راوستي.

مسکو دا یو پارونکی اقدام بللی دی.

ناټو ویلي چې ډنمارک، هسپانیا، فرانسه او هالنډ په پام کې لري یا هم دا مساله څیړي چې ځواکونه، الوتکې او کښتۍ ختیځې اروپا ته ولېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون دوشنبې(د سلواغې ۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دا تړون د خپلو متحدینو د ساتنې او دفاع لپاره هر ډول اقدام ترسره کوي.

د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په ختیځه اروپا او بالتیک سیمه کې د امریکايي ځواکونو د غښتلي کېدو پر لارو چارو غور پیل کړی دی.

بایډن له خپلو د ملي امنیت له جګ پوړو چارواکو سره د شنبې او یکشنبې په ورځو په دې اړه پر لارو چارو بحثونه وکړل.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې یو انتخاب دا دی چې له زرو نه تر پنځو زرو پورې امریکایي سرتیري د ختیځې اروپا هېوادونو ته واستول شي.

د مسکو او لویدیځ ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شو چې امریکایي او اروپایي چارواکو وویل چې روسیې له سل زرو زیات سرتیري له اوکراین پولې سره نژدې ځای پرځای کړي دي.

لویدیځ اندېښنه لري چې ښایي روسیه پر اوکراین برید وکړي، خو مسکو دغه اندېښنه بې ځایه بولي.