امریکا او بریتانیې له اوکراینه د خپلو سفارتونو د ځینو کارکوونکو د ایستلو اعلان کړی

اوکراین کې د امریکا سفارت

اروپايي ټولنې د اوکراین لپاره د ۱.۲ ملیارډه یورو مالي مرستې اعلان کړی چې له روسیې سره د مخالفت د اغیز مخه ونیسي.

د دې مخالفت په پایله کې روسیې د اوکراین پولې ته سل زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

اروپايي ټولنې څرګنده کړې چې دا ټولنه په چټکه توګه د امریکا او برتانیې اقدامات نه تعقیبوي.

د اروپايي ټولنې یوه مشر چارواکي د جنوري په ۲۴مه نېټه وویل چې تر هغه وخته چې له روسیې سره خبرې دوام کوي، وضعیت باید کړکېچن نه شي.

د کارکوونکو د ایستلو خبره په داسي حال کې ده چې ناټو خپلو ځواکونو ته د تیار سئ امر کړی او ختيځي اروپا ته اضافي جنګي جېټ الوتکې لېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۲۳مه نېته د کارکوونکو کورنیو ته وویل چې دوی باید له هغه ځايه ووځي او د سفارت غیر لازمي کارکوونکي د حکومت په مصارفو کولای شي له دې ځایه لاړ شي.

د اعلامیې له مخې امنیتي وضعیت، په ځانګړې توګه د اوکراین له پولې سره او د روسیې تر کنترول لاندي کریمیا او اوکراین ختيځ کې د وړاندوینې وړ نه دی او په کم وخت کې ډېر ژر خرابېدای شي.

اوکرایني ځواکونه د نظامي تمرینونو پر مهال

د امریکا تر اعلان وروسته د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوري په ۲۴مه نېټه وویل چې د روسیې له خوا د مخ پر زیاتېدونکي تهدید له کبله په اوکراین کې له خپل سفارته یو شمېر کارکوونکي او د هغوی خپلوان باسي.

دواړو هېوادونو ویلي چې سفارتونه به یې خپل کار ته ژمن پاته شي.

اوکراین د امریکا پرېکړه تر وخت مخکې بللې او د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولي نیکولینو په یوه اعلامیه کې وویل، دا مهمه ده چې ټول ارام پاته شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ناټو هیوادونو تور پوري کړی چې د اوکراین شااوخوا وضعیت کړکېچنوي که څه هم د روسیې او امریکا لوړپوړو ډیپلوماټانو د جنوري په ۱۲مه توافق وکړ چې د ترینګلي وضعیت د سمولو لپاره به کار وکړي.

کرملین پر خپل ګاونډي د حملې د نیت درلودو تور ردوي خو د وضعیت د ټرینګلتیا د ختمولو شرط یې دا ایښی چې ناټو به د اروپا د ختیځ پر لور نه پراخېږي په ځانګړي توګه د اوکراین پر لور.