دېبورا لاینز د طالبانو کورنیو چارو وزیر ته: افغان ښځینه فعالانې پیدا کړئ

دېبورا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دېبورا لاینز د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر غوښتي چې تري تم شویو افغان ښځینه فعالانو د لټون لپاره لاس په کار شي.

دا خبره د یوناما په یوه ټوېټر بیان کې راغلې ده.

په بیان کې زیاته شوې چې دېبورا لاینز نن د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج الدین حقاني سره په کابل کې کتلي دي.

د بیان له مخې دېبورا لاینز سراج الدین حقاني هڅولی چې د تري تم شویو افغان ښځینه فعالانو لپاره چې ویل کېږي تېره اوونۍ په کابل کې له خپل کوره وړل شوي اقدامات وکړي او د هغوی ازادي خوندي کړي.

طالبانو که څه هم رد کړې چې د پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني په نوم فعالانې دوی بندیانې کړي خو د راپورونو له مخې طالبان تورن شوي چې دا دوه فعالانې یې نیولي او له شااوخوا پنځو ورځو راهیسې لادرکه دي.

په خپله تمنا زریاب پریاني په هغه شپه چې نیول کېده یوه ویډیويي پیغام کې د مرستې غوښتنه کوي او وايي چې د طالبانو کسان یې د کور تر شاه ورغلي.

له دې مخکې د بشري حقونو ګڼو مدافع ډلو هم د پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.