د سوداګرۍ خونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د سوداګرو بانکي ستونزې حل کړي

بانک ته د خلکو ولاړ کتارونه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې خونې مرستیال محمد یونس مهمند او ګڼو سوداګرو یاده غوښتنه د افغانستان بانک له رئیس سره په لېدنه کې کړې.

په خبر پاڼه کې د ښاغلی مهمند له خولې ویل شوي چې افغان سوداګر د بانکي ستونزو له امله په منظم او عادي ډول سوداګري نه شي کولي.

د افغانستان بانک رئیس له سوداګرو سره ژمنه کړې چې هڅه به وکړي ترڅو ډېر ژر د سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راورسته په ټول افغانستان کې د بانکونو فعالیته له ستونزو سره مخ شوي او دې چارې د عامو افغانانو ترڅنګ، سوداګر او پانګه وال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.