امریکا د اوکراین پر سر پر روسیې د مخنیوونکو بندیزونو د نه لګولو غږ وکړ

ارشیف؛ په اوکراین کې امریکایي امنیتي مشاورین

د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د روسیې په وړاندې د مخنیوونکو بندیزونو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې دا کار به د اوکراین په وړاندې د روسیې د احتمالي برید په مخنیوي کې د لوېدیځ وړتیا کمزورې کړي.

په نیول شوې کریمیا او د اوکراین پولو ته نږدې د روسیې پوځي تاًسیساتو په لوېدیځو پلازمېنو کې د خطر زنګونه کړنګولي چې ممکن په اوکراین برید وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د مخنیونکي اقدام په توګه په روسیې د بندیزونو د لګولو غوښتنه چې د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زیلینسکي له خوا وړاندې شوه بېګا له سي ان ان ټلوېزیون سره په مرکه کې په دې شکل رد کړه.

کله چې د بندیزونو خبره راځي، د دغو بندیزونو هدف د روسیې د تیري مخه نیول دي

بلېنکن وویل:" کله چې د بندیزونو خبره راځي، د دغو بندیزونو هدف د روسیې د تیري مخه نیول دي. نو که (بندیزونه) اوس پیل شي، د مخنیوي اغیز یې له لاسه وځي. ټول هغه څه چې موږ یې کوو، له اروپا سره د یوې متحدې لارې او د روسیې لپاره د پراخو عواقبو رامنځته کولو په شمول د دې لپاره ډیزاین شوي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په محاسبو کې رول ولوبوي او هغوی له تېرې کولو منصرفه کړي، ان د دې تر څنګ چې موږ په عین وخت کې ډیپلوماسي هم تعقیبوو."

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي له لوېدیځه غواړي چې همدا اوس باید په روسیې بندیزونه ولګوي.

زیلینسکي استدلال کوي چې په اوکراین تر برید وروسته به د لوېدیځ بندیزونه ګټه ونه کړي نو ولې دا اوس دا کار نه کوي.

د امریکا د سنا د بهرنیو چارو په کمېټه کې د جمهوري غوښتونکو لوړپوړي غړي مایکل مک کاول د سي بي اېس ټلوېزیون سره خبرو کې په هغه څه نیوکه وکړه چې ده د مخنیوي غیر فعاله اقدامات یاد کړل یعنې د بندیزونو د لګولو لپاره انتظار ایستل.

مک کاول زیاته کړه چې وېره لري که همدا اوس یو قوي کار ونه کړو هغه (پوتین) به په اوکراین برید وکړي.