روسیې د ځان په اړه د بریتانیې ادعاوې رد کړې

د روسیې بیرغ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا دا ادعا رد کړه چې په اوکراین کې د یوه 'روسیه پلوه' مشر د نصبولو په اړه د روسیې له پلانه خبره ده.

بریتانیا د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي و چې کریمیلین په اوکراین کې د یوه لاسپوڅي مشر د واک ته رسولو هڅه کوي او د روسیې امنیتي افسرانو د اوکراین له یو شمېر پخوانیو سیاستوالو سره تماس نیولی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د خپل دې تور د ثابتولو لپاره شواهد نه دي وړاندې کړي.

روسیې د اوکراین پولو ته نږدې تر ۱ لک ډېر پوځیان ځای پر ځای کړي خو وايي چې پر اوکراین د یرغل نیت نه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا د تور د ردولو ترڅنګ ویلي چې بریتانیا باید دا ډول ناسم او بې معنی معلومات خپاره نه کړي.

دې وزارت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د تېرایستونکو معلوماتو خپرېدا ښيي چې د ناټو غړي د اوکراین پر سر کړکېچ ته لمن وهي."

روسیې له امریکا غوښتي چې تضمین ورکړي چې اوکراین ته به د ناټو غړیتوب نه ورکول کېږي خو واشنګټن دا غوښتنه رد کړې ده.