اوکراین: روسیې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د اوکراین پوځي استخبارات وايي، روسیې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو له تشکیلاتو خپل پوځي ملاتړ پراخ کړی دی.

د دې استخباراتي ادارې په وینا په عین حال کې په روسیه کې د اجیرانو فعاله ګمارنه چټکه شوې ده.

د اوکراین پوځي استخباراتو پرون د خپل فېسبوک پر پاڼه لیکلي چې په وروستیو اوونیو کې له روسیې تر ۷۰۰۰ ټُنه زیات سونګ توکي، ټانکونه، توپونه او نور پوځي تجهیزات اوکراین ته لېږدول شوي دي.

مسکو د اوکراین په ختیځ کې په جګړه کې خپل پوځي دخالت رد کړی دی، خو بیا هم قانع کوونکي شواهد شته چې ښيي، په ۲۰۱۴م کال کې د جګړې له پیله روسیې د اوکراین د لوهانسک او ډونیڅک په هغو ساحو کې چې د بېلتونپانو په ولکه کې دي، د دوی پوځي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ کړی دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو اعلامیه وايي، د اوکراین په ختیځ کې دجګړې لپاره روسیې د اجیرانو د ګمارنې هڅې هم پراخې کړي دي.