استونیا، لاتویا او لېتوانیا اوکراین ته د الوتکو ضد توغندي ورکوي

آرشیف- د اوکراین ځواکونه

استونیا، لاتویا او لېتوانیا اعلان وکړ چې دوی به اوکراین ته د الوتکو ضد او ضد زرې توغندي ورکړي، څو پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید پرمهال له دې هېواد سره مرسته وشي.

د بالتیک دغه درې هېوادونه چې د ناټو غړي دي، په یوه ګډ بیان کې یې پرون دا خبر ورکړ.

په دې بیان کې راغلي دي چې د اوکراین په شااوخوا سیمو کې د روسیې د پوځي فشار د زیاتوالي په رڼا کې، بالتیک هېوادونو پرېکړه کړې چې د اوکراین اړتیاوو ته ځواب ووایي او اضافي دفاعي مرستې چمتو کړي چې دا مرستې به پر اوکراین د احتمالي یرغل په صورت کې د دغه هېواد دفاعي وړتیا زیاته کړي.

رویټرز اژانس د درېیو سرچینو په وینا چې له موضوع خبر دي، راپور ورکړچې د بالتیک دغو درېیو هېوادونو اوکراین ته د دې وسلو د لېږلو اجازه نژدې اوونۍ مخکې له واشنګټنه واخېسته.