کندزیان: د مخابراتي شبکو ټکني خدمتونو او د انټرنیټ ټيټ کیفیت پوزې ته راوستي یو

ارشیف، یو افغان په ټیلیفوني اړیکه بوخت ښکاري

په کندز کې ګڼ شمېر خلک د مخابراتي شبکو له خراب خدمتونو څخه شکایت کوي.

کندز میشتي خلک وايي، دې وروستیو څو میاشتو کې پر مرکز سربېره د دې ولایت په ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو خدمتونه خورا بې خونده شوي او دې مسالې خلک ستونزو سره مخ کړي.

ددې ښار د موبایلونو یو هټیوال ۳۵ کلن سربلند مایار ازادي راډیو ته وویل: "موږ ته چې پېرېدونکي راځي وايي، قوي موبایل راکړه چې انټرنیټ په کې کار وکړي، څومره قوي موبایل چې ورکړو سبا بېرته راځي. په دې خاطر انټرنیټ ډېر کمزوری دی، کار نه کوي او بل دا چې مخابراتي شبکې زیاتې ستونزې لري ژر اړیکه نه ټېنګیږي."

خلک انتقاد کوي وايي، حکومت د مخابراتي شبکو له پېرېدونکو لس سلنه مالیه اخلي، خو په وینا یې د مخابراتي خدمتونو ټیټ کیفیت او د انټرنیټ کمزوري سرعت ته هېڅ پاملرنه نه کوي.

ددې ښار یو بل هټیوال۲۵ کلن حبیب الله هم له ورته ستونزې سر ټکوي: "موږ له حکومته غواړو چې د مخابراتي شبکو ټیټ کیفیت او لوړ قیمت ته پام وکړي. ځکه دلته انټرنیټي او مخابراتي خدمتونه له حده زیات خراب دي. انټرنیټ دومره ضعیف دی چې ان پر واټسپ یو وړوکی پېغام ژر نه ځي. یو نه ټولې مخابراتي شبکې سم خدمتونه نه وړاندې کوي."

د کندزیانو د خبرو له مخې ټیلیفوني اړيکه ژر نه وصلېږي او د اړيکې ټينګېدو پر مهال د خبرو کيفيت ډېر خراب وي.

د کندز د قلعه زال ولسوالۍ د منصور ترکمن په نوم یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل: "دلته انټرنیټ ډېر خراب دی، بل که چاته زنګ وهو ټیلیفوني اړیکه مو هم ژر نه ټینګېږې. د هرې ورځې په تیرېدو دا ستونزونه نوره هم زیاتېږي. طالب چارواکي باید دې مسالې ته پاملرنه وکړي، څو د خلکو ستونزې هوارې شي."

د کندزیانو د خبرو له مخې ټیلیفوني اړيکه ژر نه وصلېږي او د اړيکې ټينګېدو پر مهال د خبرو کيفيت ډېر خراب وي.

هاخوا د کندز سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ستونزه یې مرکز کې له اړوند چارواکو سره شریکه کړې او ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به دې ولایت کې د مخابراتي شبکو ستونزه هواره شي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، څو په دې تړاو دلته د مخابراتي شرکتونو له چارواکو سره هم وغږیږي، خو له پرله پسې اړیکو سره-سره بیا هم بریالۍ نه شوه.

پر کندز سربېره د بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو اوسېدونکي هم د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.

اوس مهال په شمال ختېځ زون کې د یو دولتي مخابراتي شرکت ترڅنګ څلور خصوصي مخابراتي او انټرنیټي شبکې فعالیت کوي، خو د خدمتونو له وړاندې کولو څخه خلک راضي نه دي.