اروپايي ټولنه: کابل زموږ د دفتر د پرانیستې هدف پر بشري وضعیت څارنه ده

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنه وايي چې په کابل کې یې د دفتر پرانیستل، د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې په معنی نه دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني کمیسیون ویاند پیتر ستانو پرون جمعه (د سلواغې په لومړۍ نېټه) وویل، په کابل کې د اروپايي ټولنې ډپلوماتیک ماموریت د ډېر لږ فزیکي حضور په بڼه یوازې د مرستو د رسولو او د افغانستان پر بشري وضعیت د څارنې په هدف پرانیستل شوی دی.

د ښاغلي ستانو په وینا د اروپايي ټولنې دې اقدام ته باید د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په سترګه ونه کتل شي.

د کابل له سقوط وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو استازولي پرانیستل کېږي.

اروپايي ټولنې چې ۲۷ غړي لري، د سې شنبې په ورځ د مرغومي په ۲۸مه اعلان وکړ چې افغانستان کې له بې وزلو خلکو سره د مرستې په هدف د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت رغنیزې پروژې عملي کوي.

دې ټولنې ویلي چې دا بسپنه به تر ډېره د روغتیا، پوهنې او له بې ځایه شوېو کورنیو سره د مرستې برخو ته ځانګړې وي او د ملګرو ملتونو د دوو اړوندو ادارو- د خوړو د نړیوال پروګرام او د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا به ولګول شي.