ناروې طالب استازو ته بلنه ورکړې ده  

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي به سبا ناروې ته روانېږي.

ناروې د طالبانو استازو ته د ناروې له چارواکو، د نړۍ د مدني ټولنې او افغانانو له استازو سره د خبرو بلنه ورکړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اوسلو کې به دغه خبرې را روانه یکشنبه پیل او تر سې شنبې پورې روانې وي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، دغو خبرو کې به په افغانستان کې د بشري بحران د کمېدو او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام پر لارو بحث وشي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې، انیکن هویت-فلدت (Anniken Huitfeldt) نن جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د دې کتنو هدف د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل نه دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، په افغانستان ناوړه وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ دی او په ملیونونو افغانان له واقعي بشري بحران سره مخامخ دي.

د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیر خان متقي به سبا ناروې ته روانېږي.