انتوني بلېنکن سرګي لاوروف سره پر اوکراین وغږېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او سرګي لاوروف

د امریکا د متحدو ایالاتونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین په مساله کې د ولاړ شوي کړکېچ کمېدو لپاره په جنیوا کې خپلې خبرې پیل کړې.

د دغو خبرو هدف د څو اوونیو هغه کړکېچ ته حللار موندل دي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په تړاو ولاړ شوی دی.

غربي چارواکو خبرداری ورکړی چې مسکو به د دغسې یوه اقدام په صورت کې له عواقبو سره مخامخ شي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو، انتوني بلینکن او سرګي لاوروف په اروپا کې د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره نن خپلې خبرې پیل کړې.

وروسته له هغې چې روسیې خپل شااوخوا لس زره سرتېري د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړل، ګڼو غربي هېوادونو خبرداری ورکړ چې روسیه د اوکراین پر وړاندې نور پوځي اقدام ته په چمتووالي بوخته ده، خو مسکو دغه تور رد کړی دی.

وروستیو اوونیو کې په ډپلوماټیک ډګر کې تر کړکېچ وروسته د امریکا او روسیې د جګ پوړو ډپلوماټانو ترمنځ په سویس کې خبرې شوي، خو په ختیځه اروپا کې د امنیتي مسالو په اړه د لویدیځ د ډپلوماټانو او مسکو ترمنځ د ژور واټن د کمېدو لپاره یې پرمختګ نه درلود.

انتوني بلېنکن جنیوا ته تر سفر مخکې ویلي و چې دی په خبرو کې د کوم لوی پرمختګ اټکل نه کوي.