پنټاګون په کابل کې پر یوه کور د هوايي برید ویډیو خپره کړه

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په کابل کې د ملکي وګړو پر یوه کور د اګست میاشتې د هوايي برید ویډیو خپره کړه. دا برید د طالبانو له واکمنېدو څو ورځې وروسته او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملیاتو پرمهال د کابل هوايي ډګر ته نژدې وشوه چې په نتیجه کې یې د اوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ لس غړي ووژل شول. د امریکا حکومت هغه مهال ویلي و، چې د دې برید هدف د داعش ډلې وسله وال وو، خو وروسته یې ومنله چې د استوګنې یو کور سهوا په نشه شوی دی. په دې اړه نور تفصیل په دې راپور کې