انتوني بلېنکن اروپايي متحدانو سره د خبرو لپاره برلین ته ورسېد 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپلو اروپايي متحدانو سره د بل پړاو خبرو لپاره برلین ته ورسېد.

بلېنکن په داسې حال کې له خپلو اروپايي متحدانو سره خبرې کوي چې د اوکراین او روسیې په پوله کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له کبله رامنځته شوی دی.

بلېنکن به نن مخکې تر دې چې جنیوا ته روان شي او هلته د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره خبرې وکړي، په برلین کې د جرمني، بریتانیا او فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو سره وویني.