د کابل هوایي ډګر ته څېرمه پر یوه کور برید؛پنټاګون یې ویډیو خپره کړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

پنټاګون هغه ویډیو له محرمیت څخه ایستلې او خپره کړې چې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه پر یوه کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید څرنګوالي ښکاره کوي.

په دې برید کې چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په وروستیو ساعتونو کې وشو، لس ملکي وګړي ووژل شول.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دغې ویډیو یوه کاپي د امریکا د مرکزي قواوو د قوماندانۍ پر وړاندې د حقوقي دعوا د معلوماتو د ازادي د یوه قانون له مخې ترلاسه کړې او هغه یې په خپله وېب پاڼه کې ایښي.

دا لومړی ځل دی چې د دغه برید په اړه چې د اګسټ په ۲۹ وشو، ویډیویي تصاویر خپریږي. پنټاګون چې په لومړي سر کې یې د دغه برید دفاع کوله وروسته یې هغه یوه تراژیکه تېروتنه وبلله.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې دغه ۲۵ دقیقه یي ویډیو کې دوه MQ-9 ریپر ډرون الوتکې، له برید مخکې، د برید په حال کې او له هغه وروسته د برید د ځای صحنې ښکاري. په دې کې ښکاري چې توغندي د یوه کور په حویلي کې پر یوه موټر لګیږي. په تصاویرو کې د حملې ځای ته نژدې یو شمېر کسان هم ښکاري چې ګرځي راګرځي.

د امریکا پوځ ویلي و چې حمله یې په هغه سخت دریځي کړې وه چې دوی ګومان کاوه په افغانستان کې به د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې تړلی وي او ممکن د کابل هوایي ډګر ته نژدې چې ورڅخه د خلکو د ایستلو بهیر لا روان و، بم چاودنه وکړي.

تر دغه برید درې ورځې مخکې په دې هوایي دګر کې په یوه انتحاري حمله کې چې مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی و، ۱۳ امریکایي سرتیري او له ۱۶۰ زیات افغانان ووژل شول.

د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ وروسته ومنله چې پر هغه ډریور یې چې د بې پیلوټه الوتکې برید کړی هغه د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره اړیکه نه ده درلوده بلکې د زمري احمدي په نوم له یوې امریکایي موسسې سره یې کار کاوه.