د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل، له دې پرته بله هېڅ لاره نه وه.
بایډن چې پرون چهارشنبې(د مرغومي ۲۹مه) یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې د یوه کال د پوره کېدو په لومړني خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، هغو انتقادونوته چې پر ده د دغو ځواکونو د ایستلو په خاطر شوي، وویل، د خپلو اقداماتو په خاطر به بښنه ونه غواړي.
دی وايي: "له شلو کلونو وروسته له افغانستانه د وتلو لپاره هېڅ ساده لاره نه وه او نه هم ممکنه وه چې دغه کار به کله وکړي. زه د هغه څه په خاطر چې کړي مې دي بښنه نه غواړم. زه خپلو هغو سرتیرو، ښځو او سړیو ته ډېر اندیښمن وم چې د کابل هوایي ډګر کې په لیکه کې په یوه تروریستي برید کې ووژل شول."
جو بایډن زیاته کړه، د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له مخې باید دغه ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د مې د میاشتې تر پایه له افغانستانه وتلي وای او که موږ غوښتي وای چې هلته پاتې شي نو باید د شلو زرو او ۲۵ زرو ترمنځ نور ځواکونه مو باید دې هېواد ته استولي وای.
د امریکا د ولسمشر بایډن د پرېکړې له مخې ټول امریکایي ځواکونه د تېر کال د اګسټ تر۳۱مې نېټې پورې له افغانستانه ووتل، خو تر وتلو دوه اوونۍ مخکې یعنې د اګسټ په پنځلسمه یې طالبانو کابل ونیو.