رییس الوزرا: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندلو د بهرنۍ پانګونې مخه نیولې

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخُند

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان او د یو شمېر مرستندویه بنسټونو او خصوصي سکټور استازي د افغانستان اقتصادي کنفرانس ته را بللي، څو د اوسني اقتصادي ناورین د مخنیوي لارې چارې ولټوي.

دې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخُند مني چې افغانستان له بد اقتصادي حالت سره مخ دی، خو دی یې لامل پر دوی بندیزونه او د افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمه بولي.

د ښاغلي اخند په خبره، د دوی د حکومت په رسمیت نه پېژندو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې مخه نیولې او افغانان یې لا ډېر بې‌وزله کړي دي.

دی وايي: "د افسوس ځای خو دا دی چې موږ غوښتل موږ سره د ملت په راپورته کولو کې مرسته وشي، خو دوی نور هم موږ وټکولو. د دې پرځای چې زموږ د مظلوم ملت په ټپونو مرهم کېږدي، دوی مالګه پرې وشېندله."

په دې اړه نور: طالبان: کنګلې پیسې د نظامیانو لپاره نه، افغانانو لپاره ازادې کړئ

ښاغلی اخُند په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غواړي چې د دوی د حکومت د رسمیت پېژندو لپاره لومړی ګام واخلي او ‌باید د یوه لوري تر اغېز لاندې رانه شي.

پنځه میاشتې کېږي چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، خو لا یې هم حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او تر خوا یې د رسمیت پېژندنې لپاره خپل شرایط هم وضع کړي.

خو د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ادعا کوي چې دوی دا شرایط پوره کړي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، تېرو پنځو میاشتو کې افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین تر ټولو بدې مرحلې ته رسېدلی.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د اوسنیو ستونزو د حل لپاره له نړیوالې ټولنې په پراختیايي برخه کې د مرستو غوښتنه کوي، خو زیاتوي، د افغانستان اقتصادي خپلواکي به د مرستندویانو د سیاسي شرایطو قرباني نه شي.

"حنفي وایيافغانستان به له اوسنیو ستونزو څخه د وتو وروسته هم پراختیايي مرستو ته اړتیا ولري، خو موږ باید د پراختیايي مرستو په اړه یو جلا لیدلوری ولرو. د مرستندویو سیاسي او غیر واقعي شرایط د منلو نه دي. "

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز بیا دې غونډې ته خبرو کې وویل، لنډمهالي او بشري مرستې د دې هېواد د اقتصادي ستونزو بنسټیز حل نه دی او باید د افغانستان د اقتصاد په پښو درولو لپاره اساسي کارونه وشي.

هاخوا د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا لومړی مرستیال عبدالغني برادر پر ملګرو ملتونو غږ کوي چې د افغانستان په اړه د خپل مسؤلیت د سرته رسولو په برخه کې نور ځنډ و نه کړي.

"ښاغلي برادر وویلدې حالت په کتو کې چې د نړیوالو له لوري څه کېږي، ډېر کم دي او د افغانستان ستونزه پرې نه شي حل کېدای. "

له بلې خوا داسې حال کې چې لا د طالبانو حکومت نړیوال مشروعیت نه دی تر لاسه کړی، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یې وايي، د دوی حکومت د یوه اقتصاد محوره بهرني سیاست په لټه کې دی چې وشي کولای په افغانستان د لویو پروژو د عملي کېدو زمینه برابره کړي.

امیر خان متقي د طالبانو د حکومت له خوا د افغانستان اقتصادي کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وویل :

"متقي وایيبشري مرستې لنډمهال ستونزې هوارولای شي، خو د دې لپاره چې افغانان په خپلو پښو ودرېږي، د چا د اوږو بار او له هېواد وتلو ته اړ نه‌شي، په کار ده چې د ملي ځان بساینې د سترو اقتصادي پروژو عملي ته لار هواره کړو. "

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیرامیر خان متقي وايي، د دوی حکومت د یوه اقتصاد محوره بهرني سیاست په لټه کې دی.

ښاغلي متقي له نړۍ سره د خبرو له لارې د اختلافاتو په حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د ازادېدو لپاره کوښښ وکړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت داسې مهال د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د یوې لارې موندولو لپاره غونډه جوړوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې دیبرا لاینز خبرداری ورکړی چې شاید روان کال د دې هېواد اقتصادي وده شل سلنه نوره هم را کمه شي.