طالبان: کنګلې پیسې د نظامیانو لپاره نه، افغانانو لپاره ازادې کړئ

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخُند

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخُند نن په لومړنۍ یو ورځنۍ اقتصادي غونډه کې له نړیوالې ټولنې او امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

نوموړي په دې ناسته کې وویل چې کنګل شوې پیسې د نظامیانو لپاره نه، بلکې د افغانانو لپاره ازادې کړئ.

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا غوښتنه وکړه چې له افغانانو سره دې بشري مرستې وشي.

ملا محمد حسن اخند دغه شان وویل چې که اقتصادي پروګرامونه په افغانستان کې په سم ډول عملي شي، دا هېواد له اقتصادي اړخه په ځان بسیا کېدلای شي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم دې ناستې ته وویل چې د اقتصادي ستونزو حل د طالبانو د حکومت لومړیتوب دی او د اقتصادي ودې لپاره به د هېواد په کرنې، کانونو او بانکونو تمرکز وکړي.

نوموړي پانګه والو ته ډاډ ورکړ چې په سوداګریزو چارو کې به یې سیاسي مداخلې نه کېږي او کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.