طالبان:مرستندویه موسسې دې د بادغیس له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي

بادغیس کې د زلزلې له امله یو کار ویجاړ شوی

طالبانو له مرستندویه موسسو وغوښتل چې د بادغیس له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي. په ورته وخت کې طالبان وایي چې دوی هم له دې کسانو سره مرستې کړي دي.

په بادغیس کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي باز محمد سروري ازادي راډیو ته وویل: "د شهیدانو له کورنیو سره پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه او کوم کسان چې ټپیان شوي دي له هغوی سره پنځه ویشت زره افغانۍ مرسته وشوه."

په بادغیس کې د د دوشنبې په ماسپښین دوه ځله زلزله وشوه چې د ملګرو ملتونو په وینا تر اوسه شپږ ویشت کسان د دې زلزلې له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې دې زلزلې په بادغیس کې تر زرو ډېر کورونه ویجاړ کړي یا یوه برخه تخریب کړي دي.