باختر اژانس: معید یوسف به راتلونکې چهارشنبه کابل ته راشي

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

باختر اژانس د پاکستان د سفارت په وینا خبر ورکوي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به راتلونکې اوونۍ چهارشنبې کابل ته سفر وکړي.

ټاکل شوې وه چې د معید یوسف په مشرۍ پلاوی پرون کابل ته تللی وای، خو دا سفر وځنډېده. د باختر اژانس په وینا د هوا د خرابوالي له کبله دا سفر ځنډیدلی دی.

پاکستاني چارواکي وایي چې د دوی پلاوی به د طالبانو له چارواکو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اقتصادي، تجارتي او سرحدي موضوعاتو خبرې وکړي.

د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، معید یوسف یو ځل مخکې هم کابل ته سفر کړی و.