یو جګپوړی امریکايي چارواکی: هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي

د اوکراین او روسیې ترمنځ ګډه پوله

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت یوه جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي.

دې چارواکي پرون د کیف او برلین پر لور د بهرنیو چارو د وزیر د تګ پر مهال دا خبره وکړه.

ټاکل شوې ده چې انتوني بلېنکن له اوکرایني چارواکو سره همدا راز له اروپایي متحدانو سره بیړنۍ غونډې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د دې سفر پر مهال په جنیوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم خبرې وکړي.

روسیې شااوخوا یولک پوځیان د اوکراین له پولي سره ځای پرځای کړي چې ناټو او متحدان یې اندېښمن کړي دي او له دې سره د لویدیځ او روسیې اړیکې خورا کړکېچن شوي دي.

په وروستیو ورځو کې روسیې یو شمېر پوځیان بېلاروس ته هم استولي دي چې د ځينو کتونکو په وینا مسکو ښایي د بېلاروس له لوري هم په اوکراین کې د مداخلې هڅه وکړي.