د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کیف کې د اوکراین له ولسمشر سره ګوري

ارشیف، د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه) د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په کیف کې وګوري.

لویدیځ دې ته اندېښنه لري چې اوکراین پر روسیې برید ونه کړي. په کیف کې د ښاغلي بلېنکن د نننۍ لیدنې کتنې هدف له اوکراین څخه د روسیې ملاتړ یاد شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس وایي، ښاغلي بلېنکن به له اوکرایني چارواکو سره تر لیدو وروسته برلین ته ولاړ شي او د جرمني له چارواکو سره به پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په تړاو خبرې وکړي.

پرایس زیاته کړه چې د دې خبرو په دوام به د بریتانیا، فرانسې او جرمني له چارواکو سره بیا هم دا خبرې دوام وکړي.

د اوکراین پر پولو د روسیې د شااوخوا یو لک سرتیرو له ځای پرځای کېدو سره د لویدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې شوي دي.

مسکو وایي چې پر اوکراین د برید نیت نه لري، خو مسکو له ناټو غوښتي دي چې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته دې د ناټو غړیتوب نه ورکوي او د اروپا په ختیځ کې دې پوځي فعالیتونه کم کړي.