د ناروې کډوالۍ شورا: په مليونونو افغانان په وږي نس ويده کېږي

Your browser doesn’t support HTML5

د ناروې د کډوالۍ شورا چې يو خيريه بنسټ دی وايي، په افغانستان کې په مليونونو کسان په وږي نس ويده کېږي. د دې شورا ویاند کريستيان جيپسن چې دا مهال په افغانستان کې دی ازادۍ راډيو ته وويل، زيات فرصتونه له لاسه وتلي او نړيواله ټولنه دې د بشري غميزې د مخنيوي لپاره لاس په کار شي. ملګرو ملتونو هم ويلي بېوزلي او اقتصادي بحران د مليونونو کسانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی. دغه سازمان د ۲۰۲۲م کال لپاره اړو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره د پنځو ملياردو ډالرو بسپنې غوښتنه کړې. د ازادۍ راډيو خبريال جاويد نعيمي له کريستيان جيپسن سره مرکه کړې ده