په بادغیس کې زلزلې؛ ملګري ملتونه وایي ۲۶ کسان وژل شوي

په بادغیس کې زلزلې

ملګري ملتونه په بادغیس کې د دوو زلزلو د قربانیانو شمیر۲۶ ښیي او وایي، زلزله ځپلي خوراکي موادو او سرپناه ته اړتیا لري.

د ملګروملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دغو زلزلو په درېیو کلو کې شااوخوا اته سوه کورونه ویجاړ کړي او د لومړنیو راپورونو له مخې زیانمن شوي خلک، خوراکي موادو، سرپناه، غیرخوراکي موادو په تېره د ګرمولو وسایلو ته عاجله اړتیا لري.

په بیان کې ویل شوي چې په سیمه کې له خټو او خښتو جوړ په سلګونو کورونه چې زلزلې ویجاړ کړي، له مخکې وروستیو سختو ورښتونو ډېر زیانمن کړي و.

په عین حال کې طالب چارواکو ویلي چې ژغورونکو په هغو کسانو پسې د لټون هڅې پیل کړي چې کېدای شي د نړېدلو کورونو ترخاورو خښتو لاندې تراوسه ژوندي پاتې وي.

دغو زلزلو تر ټولو ډېر زیانونو د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې خلکو ته رسولي دي.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۵،۳ او د بلې یوې چې څوساعته وروسته شوې، ۴،۹ ثبت کړې ده.

یوې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ او بلې په جنوب ختېځ پنځوس کیلومترۍ کې سیمې لړزولي دي.