ژغورونکي هڅې کوي چې بادغیس کې زلزله ځپلي وباسي

ارشیف، شوې زلزله

ژغورونکو په بادغیس کې په هغو کسانو پسې د لټون هڅې پیل کړي چې کیدای شي په دې ولایت کې د وروستیو زلزلو له امله تراوسه ژوندي پاتې وي.

پرون ترکمنستان پولې ته نژدې په دې غرني ولایت کې د دوو زلزلو له امله د لږ تر لږه ۲۶ کسانو د مړه کیدو او په سلګونو کورونو د ویجاړیدو راپورونه ورکړل شول.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې مرکز د یوې زلزلې چې پرون سهار وختي شوې، د قدرت اندازه د ریښترپه کچه ۵،۳ او د بلې یوې چې څو ساعته وروسته شوې، ۴،۹ ثبت کړې ده.

یوې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو ختیځ په ۴۱ کیلومترۍ او بلې په جنوب ختیځ پنځوس کیلومترۍ کې سیمې لړزولي دي.

د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه رسیدلي دي.

د بادغیس لپاره د طالبانو د والي ویاند باز محمد سروري په یوه بیان کې ویلي چې زلزلې د اوو سوو نه تر زرو پورې کورونه ویجاړ کړي دي. د هغه په وینا ښایي د مړو شمېر زیات شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وویل، ژغورنکي د نړیدلو کورونو تر خاور خښتو لاندې احتمالي ژوندي پاتې شوي کسان لټوي.

چارواکو ویلي، یو شمېر کسانو د خپلو کورونو د چتونو د راپریوتو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په بادغیس کې چې د افغانستان له بې وزلو او وروسته پاتې ولایتونو ګڼل کیږي، له دې مخکې هم څو زلزلې شوي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.