کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سفر لغوه شو

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

ټاکل شوې وه نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف او ملګری پلاوی یې کابل ته سفر وکړي، خو په کابل کې د پاکستان سفارت افغان رسنیو ته خبر ورکړ چې دا سفر د اوس لپاره ځنډېدلی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته د ښاغلي یوسف د سفر په اړه وویل چې که څه هم د دغه پاکستاني چارواکي د راتلونکي ورتګ نېټه او د ملګري پلاوي ترکیب یې مشخص نه دی، خو په خبره یې معید یوسف به د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د اقتصادي ستونزو، بشري مرستو، د کډوالو د ستونزو، پر ډیورند کرښې د وروستیو پېښو، دوه اړخیزه سوداګري، سیاسي او ډپلوماتیکو اړیکو په اړه سره بحثونه وشي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي

د راپورونو له مخې ښاغلی یوسف به په دغه سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم د غځولو پر موضوع او د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس افغانستان ته د مرستو د رسولو پر چارو خبرې وکړي.

د ډیورند پر کرښه د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غځولو پر وړاندې طالبانو تُند عکس العمل ښکاره کړی.

پاکستان چې دا کرښه له افغانستان سره رسمي پوله بولي وایي، د امنیتي موانعو جوړولو ته به دوام ورکړي او تر اوسه یې پر دې کرښه۹۴ فیصده کار بشپړ کړی دی.