صرافان: د ۵ میاشتو په تیرېدو لاهم زموږ بانکي ستونزې نه دي حل شوي

بانک ته ولاړ خلک

د افغانستان د صرافانو ټولنه وایي، د پنځو میاشتو په تیرېدو سره لا هم د صرافانو بانکي ستونزې نه دي حل شوي.

د افغانستان د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي دادګل نن سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل، که څه هم د پخوا پرتله په افغانستان کې پولي معاملې یو څه ښې شوي، خو لا هم صرافان نه شي کولای چې له بانکه ډېرې پیسې واخلي.

ښاغلی دادګل وایي، اوس مهال هغه صرافان چې انفرادي حسابونه لري، کولی شي په اوونۍ کې۴۰۰ ډالر او یا ۳۰ زره افغانۍ له بانکه واخلي او دغه شان د صرافۍ شرکتونه کولی شي په اوونۍ کې د خپل ډالري حساب پنځه سلنه او له افغاني حساب هم پنځه سلنه پیسې راوباسي.

د نوموړي په خبره دوی څو ځلي یاده ستونزه له افغانستان بانک سره شریکه کړې او د یاد بانک چارواکو یي په نژدې راتلونکي کې د حل ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته د بانکونو او شهزاده سرای فعالیت د څه مودې لپاره ځڼډیدلی و.