د روغتیا سازمان: هیله لرو افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ ټغر ټول شي

ارشیف، یوه ماشوم ته د پولیو واکسین کیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان چارواکي هیله من دي چې سږکال به په افغانستان کې د کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین د څو کمپاینونو په ترسره کولو سره د دغې ناروغۍ ټغر له دې هېواده ټول کړي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یونېسف ویلي چې د پولیو پر ضد د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د واکسین د کمپاین په ترڅ کې به چې پرون دوشنبې پیل شوی او څلور ورځې دوام کوي، په دې هېواد کې له پنځو کلونو کم عمره نهه میلیونه او نهه سوه زره ماشومان واکسین شي.

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان استازې ډاپینګ لاو ویلي، دا به د دوی لپاره یو ښه فرصت وي چې له افغانستانه د پولیو ناروغۍ ورکه کړي.

هغه ویلي چې روان کال پنځه د واکسین کمپاینونه پلان شوي او دوی هیله من دي چې د وروستي کمپاین په ترسره کولو سره به په دې هېواد کې پولیو صفر ته ورسوي.

د افغانستان لپاره د یونیسف استازې الیس اکونګا وویل، دا اداره دې ژمنه ده چې ټول ماشومان د پولیو او نورو د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي.هغې ویلي چې روان کال به هڅې زیاتې کړي، څو د پولیو ناروغي د تل لپاره ورکه کړي.

تېر کال په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي. یوه په غزني او درې په کندز ولایتونو کې. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه چې تراوسه په کې پولیو خپره ده.