د پاکستان د ملي امنیت سلاکار طالب چارواکو سره خبرو لپاره کابل ته ځي

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

ټاکل شوې چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته ولاړ شي.

د راپورونو له مخې ښاغلی یوسف به په دغه دوه ورځني سفر کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د ډیورند پر کرښه د اغزن سیم د غځولو پر موضوع او د ملګرو ملتونو د غوښتنې پر اساس افغانستان ته د مرستو د رسولو پر چارو خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې له ښاغلي یوسف سره به په دې سفر کې د پاکستان د حکومت یو شمېر غړي ملګرتیا کوي، خو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ډیورند پر کرښه د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غځولو پر وړاندې طالبانو تُند عکس العمل ښکاره کړی.

د طالبانو حکومت وایي، پر ډیورند کرښه چې تر اوسه یوه لانجمنه مساله ده، له اغزن سیم غځولو سره مخالف دي.

پاکستان چې دا کرښه له افغانستان سره رسمي پوله بولي وایي، د امنیتي موانعو جوړولو ته به دوام ورکړي او تر اوسه یې پر دې کرښه ۹۴ فیصده کار بشپړ کړی دی.