پترو پروشینکو خپل هېواد اوکراین ته ستون شوی

د اوکراین پخوانی ولسمشر پترو پروشینکو

د اوکراین پخوانی ولسمشر پترو پروشینکو بېرته خپل هېواد ته ستون شوی چې پر ځان لګول شوي د خیانت له تورونو سره مبارزه وکړي.

پروشینکو چې پرون له پولنډ څخه کیف ته ورسېد، په هوایي ډګر کې یې یو شمېر پلویانو ته په څرګندونو کې وویل چې له خپل ځانه د دفاع په خاطر نه بلکې له اوکراین څخه د دفاع لپاره مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه چې اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د بدماشۍ پر وړاندې ولاړ دی او په پوره ځواک دفاع کوي.

پروشینکو پر ځان د خیانت لګول شوي تورونه ردکړي او د هغو ترشا یې سیاسي انګېزې بللي دي.

پروشینکو چې د اوکراین یو شتمن سوداګر ګڼل کېږي، د تحقیقاتو په ترڅ کې یې شتمني کنګل شوې او که مجرم وپېژندل شي، د پنځلسو کلونو د بند له سزا سره به مخامخ شي.

د اوکراین اوسني ولسمشر ولودمیر زلنسکي د ۲۰۱۹ کال په انتخاباتو کې هغه ته ماتې ورکړې وه.