د طالبانو حکومت: که هېواد ته بې کیفیته نفتي مواد وارد کړئ سخته سزا به ووینئ

د تیلو ټانک

د طالبانو حکومت د استنډرډ ملي ادارې د نفتي موادو ټولو سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې هېواد ته د بې کیفیته نفتي موادو له واردولو ډډه وکړي.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوې خبرپاڼه کې ویلي، هغه سوداګر چې د تیلو او ګازو واردات کوي له دې وروسته دې د بې کیفیته موادو له واردولو ډډه وکړي او که د سرغوړنې په صورت کې ونیول شي سخته سزا به وویني.

د یادې ادارې د اعلامیې پربنسټ، د بې کیفیته نفتي موادو استعمال د چاپیریال ترڅنګ د انسانانو روغتیا ته هم زیان رسوي او د دغې چارې د مخنیوي لپاره یې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار پیل کړی دی.

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې له دې وړاندې د نفتي موادو په ځانګړي ډول د پترولو او ګازو د لوړې بیې ترڅنګ د کیفیت په اړه یې هم په ځلونو خلکو شکایت کړی و.