د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د سختې بې وزلۍ د زیاتېدو په باب خبرداری ورکړ.
انتونیو ګوتیریش پرون په ټویټر کې لیکلي، که نړیواله ټولنه نورې کوټلې هڅې ونه کړي، په افغانستان کې به تقریباً هر نارینه، ښځه او ماشوم له سختې بې وزلۍ سره مخامخ شي.
ګوتیریش لیکلي چې د اقتصادي او ټولنیز زوال د مخنیوي لپاره باید همدا اوس لاس په کار شو او داسې لارې چارې پیدا کړو چې د میلیونونو افغانانو د نور کړاو مخنیوی وشي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش تېره اوونۍ یوه کنفرانس ته په خبرو کې د ځینو شرایطو له مخې د شااوخوا ۹،۵ میلیارډو ډالرو په ارزښت د افغانستان د کنګل شوېو اسعاري زېرمو او شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې وه.