د امریکا د ټکساس یوه عبادتځي کې برمته شوي کسان خوشې شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د ټکساس ایالت د یهودانو په یوه عبادتځای یا کنیسې کې ټول برمته شوي کسان روغ رمټ خوشې شول.

راپورونه وايي، یوه سړي د برمته کړیو کسانو د خلاصون په بدل کې د یوې پاکستانۍ ښځې چې شک دی له القاعده شبکې سره اړیکې لري، د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

برمته ګر په پیل کې ۴ تنه یرغمل کړي وو.

د ټکساس والي ګریګ اباټ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا لانجه پای ته رسېدلې او ټول برمته شوي کسان روغ رمټ دي.

د پېښې د سیمې د پولیسو قوماندان په یوه خبري غونډه کې وویل چې برمته ګر وژل شوی دی.