ټوېټر د ایراني رهبر علي خامنه اي یو حساب د تل لپاره ور وتاړه

د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه د ټویټر یو حساب

ټوېټر شبکې د ایران د رهبر ایت الله علي خامنه اي یو حساب د تل لپاره ور وتاړه.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د خامنه اي له ټوېټره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په تړاو یو انیمیشن خپور شو.

د ټوېټر چارواکو ویلي، د علي خامنه اي په نوم حساب یې د ځینو بندیزونو د سرغړونې په خاطر بند کړ.

د ایران د رهبر خبري مرکزي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مناسبت یو انیمشین خپور کړ چې په کې د ډونالډ ټرمپ د فلورېډا هستوګنځی په ډرون ویشتل کېږي.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ زیږدیز کال د جنورۍ په ۳مه د ډونالډ ټرمپ په امر د بغداد په هوايي ډګر کې په یوه ډرون برید سره ووژل شو.

ایراني چارواکو په وار- وار ویلي چې د دې برید غچ به له ټرمپ څخه اخلي.