طالبان: لغمان کې یوه طالب ساتونکي په خطایي ډزو ۲ تنه ټپیان کړي

د افغانستان په نقشه کې د لغمان ولایت

په لغمان کې د طالبانو چارواکي تاییدوي چې د یوه طالب ساتونکي په ډزو کې دوه تنه ټپيان شوي.

د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد ازادي راډیو ته وویل: "یکشنبه مازېګر د پاسپورټ امریت د یوه ساتونکي له خوا د خلکو د ګڼې ګوڼې د نظم کولو پر مهال خطایي ډزې شوي چې په ترڅ کې یې یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ لګېدلي او ټپیانې شوي دي."

د والي د ویاند په خبره، دواړه ټپیانې روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي.

خو ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د لغمان په پاسپورټ امریت کې د ډزو له امله یوه ښځه وژل شوې او دوه وړې نجونې ټپیانې دي.

تر دې مخکې په لوګر کې هم د پاسپورټ ریاست دننه د طالبانو له خوا د ډزو خبرونه ورکړل شوي وو چې ځینو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.