عبدالسلام حنفي: د مالیې هره افغانۍ به  بېرته پر ولس ولګېږي

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، د مالیې هره افغانۍ به بېرته پر ولس لګول کېږي.

عبدالسلام حنفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې له خلکو د مالیې هره افغانۍ به بېرته د خلکو د پیاوړتیا لپاره مصرفېږي.

ښاغلي حنفي ادعا وکړه چې د تېر جمهوري حکومت پرمهال په کلني ډول نهه میلیارډه ډالر مالیات د ځینو اشخاصو شخصي جېبونو ته تلل او د پخواني نظام پرمهال شوي قراردادونه د ولس په زیان وو.

ښاغلي حنفي، دا څرګندونې د شنبې په ورځ د مالیې اوونۍ د پیل په مراسمو کې وکړې.

په داسې حال کې چې مخکې د تېر جمهوري حکومت چارواکو د افغانستان ټول کلني عواید څلور نیم میلیارډه ډالر بلل او ویلي و چې په دې وروستیو کې یوازې د افغانستان صادرات تر یو میلیارد ډالرو رسېدلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دغه هېواد اقتصادي وضعیت له کړکېچ سره مخ بلل شوی دی.

وړاندې طالبانو له نړیوالې ټولنې او امریکا د افغانستان د کنګل شوې پانګې د نهه اعشاریه پنځه میلیارد ډالرو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.