امنیتي ضمانتونه؛ روسیه: امریکا او ناټو ته مو حوصله په ختمېدو ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د امنیتي ضمانتونو په برخه کې د امریکا او ناټو پر وړاندې د مسکو حوصله نوره نو په ختمېدو ده.

سرګي لاوروف پرون د بهرنۍ پالیسۍ په اړه کلني خبري کنفرانس ته وویل چې مسکو د امنیتي ضمانتونو لپاره د غوښتلو په برخه کې له لویدیځ څخه د یوې اوونۍ په ترڅ کې لیکلی ځواب غواړي.

په داسې حال کې چې روسیې د اوکراین په سرحد کې لسګونه زره سرتېري ځای پرځای کړي، لاوروف پر واشنګټن تور ولګاوه چې په دې برخه کې په پرمختګ کې پاتې راغلی دی.

واشنګټن او متحدانو یې د امنیتي ضمانتونو په اړه د روسیې دا غوښتنه چې ناټو دې د ختیځ پر لور نور پرمختګ نه کوي، په قاطعیت سره رد کړې ده او د اوکراین په سرحد کې د پوځي حضور د پیاوړي کولو په برخه کې یې روسیې ته خبرداری ورکړی.

ډپلوماټان د لویدیځ او روسیې د جګ پوړو پلاوو ترمنځ د یوې اوونۍ مذاکراتو د نتیجو په اړه وېروونکې ارزونه وړاندې کوي.

په دې مذاکراتو کې چې روسیې له امریکا، ناټو او د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمان سره په جلا غونډو کې ترسره کړې د لویدیځ د هغو اندېښنو په اړه بحث وشو چې د اوکراین د پولو په اوږدو کې د روسیې د پوځي حضور د پیاوړتیا له کبله رامنځته شوې دي.