استرالیا د نړۍ د ټینس د اول نومره لوبغاړي نواک جوکوویچ ویزه لغوه کړه

نواک جوکوویچ

استرالیا د نړۍ د ټینس د اول نومره لوبغاړي نواک جوکوویچ ویزه لغوه کړه.

د استرالیا د کډوالو د چارو وزیر الکس هاوک نن په په یوه بیان کې وویل، دا کار یې د خلکو د روغتیا په پار وکړ.

جوکوویچ تر اوسه څه نه دې ویلي.

د استرالیا د قانون له مخې دی کولای شي چې استېناف ته مخه کړي.

ټاکل شوې وه چې ۳۴ کلن سربیایی ستوری، جو کوویچ راتلونکې دوشنبې په استرالیا کې د تینس لوبو په سیالیو کې برخه واخلي، دی د جنوري په شپږمه ملبورن ښار ته ورسېد.

ده د کرونا د واکسین له کولو انکار کړی او استرالیا ته د هر کس د داخلېدو لپاره د کرونا واکسین شرط دی.