د ایران په نږدې ۳۰ ښارونو کې د ښوونکو لاریونونه روان دي

په ایران کې د ښوونکو لاریون

د ایران تر دېرشو زیاتو ښارونو کې سلګونه ښوونکي له هغو اعتراضونو سره یو ځای شوي دي چې په تنخواګانو کې د زیاتوالي او د کار په شرایطو کې د ښه والي غوښتنه کوي.

راپورونه ښيي چې تهران، اصفهان، شیراز، مشهد، قم او نورو ښارونو کې ښوونکو اعتراضونه کړي.

راپورونه وايي چې معترضو ایراني ښوونکو پر هغه څه نیوکه کوله چې دوی یې د " پوهنې پر وړاندې د حکومت بې پروايي" بولي او په عین حال کې یې د خپل نیول شویو همکارانو د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

ښوونکو په وروستیو کې په ایران کې څو اعتراضونه کړي چې په ځواب کې یې ځینې وختونه امنیتي ځواکونو له سختو تکتیکونو کار اخیستی او د اعتراضونو یو شمېر ګډونوال یې نیولي دي.

په ایران کې دا اعتراضونه په دې هېواد د زیاتېدونکي انفلاسیون سره هم مهاله دي چې د امریکا د سختو بندیزونو او کلونو ناسم مدیریت د اغیزو په پایله کې رامنځ ته شوی دی.

تېره میاشت په ټولو هېواد کې د ښوونکو د څو ورځې پرله پسې اعتراضونو او اعتصاب وروسته چې د دې هېواد د پوهنې سیستم یې تر اغیز لاندې راوست، د ایران پارلمان د ښوونکو د تنخواګانو د زیاتولو یوه طرحه تصویب کړه.