د بریتانیا د سوداګرۍ وزیره هند ته رسیدلې 

د بریتانیې بیرغ

د بریتانیا د سوداګرۍ وزیره ان مري تري ویلیان نن هند ته رسیدلې ده څو له هندي چارواکو سره د هغو سوداګریزو هوکړو په اړه خبرې پیل کړي چې له اروپايي ټولنې څخه تر وتلو وروسته د بریتانیا د هڅو برخه ده.

د میرمن ویلیان دفتر ویلي، نوموړې به له خپل هندي سیال پیوش ګویل سره د پنجشنبې د رسمې خبرو تر پیل مخکې په نوي ډیلي کې له چارواکو سره وګوري.

هند او بریتانیا تر دې مخکې پیاوړي سوداګریزې اړیکې لرلې او تر یو میلون زیات هندي وګړي څو لسېزي مخکې بریتانیا ته کډوال شوي دي.

یوې کس چې د دې خبرو له جزئیاتو خبر دی ویلي بریتانیا لیواله ده چې "دسکاچ ویسکي" په الکولي مشروباتو تعرفي کمې شي او د تولید او مالي خدمتونو په برخه کې امتیاز ورکړل شي.

هند بیا هڅه کوي چې په بریتانیا کې د هندوستانیانو لپاره د ژوند او کار فرصتونه زیات شي او له دې هېواد سره په هر ډول معامله کې هندي محصلانو او متخصصانو ته یو لړ امتیازات ورکړل شي.