د ۱۹ کلنو افغان ملي لوبډله وېسټ انډیز ته لاړل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د ګډون لپاره وېسټ انډیز ته لاړل.

افغان لوبډله له تېرو څو ورځو راهیسې په متحده عربو اماراتو کې ویزو ته په تمه ځنډېدلې وه چې د ناوخته تګ له امله له تمریني لوبو هم پاتې شوه.

تردې مخکې داسې اوازې وې چې احتمال شته، د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په نړیوال جام کې له ګډونه پاتې شي، خو اوس د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د افغان لوبډلې د ویزو ستونزه حل شوې او یاده لوبډله به د جنوري په ۱۲مه نېټه انګلستان او له هغه هېواده به بیا وېسټ انډیز ته لاړه شي.

د ۱۹ کرکټ نړیوال جام د جنوري په ۱۴مه نېټه په وېسټ انډیز کې پيلېږي چې افغان لوبډله به په خپل ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پاپو نیوګيني سره لوبې وکړي.