د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ د حل لپاره یې بروکسل امنیتي خبرې کېږي

ارشیف، بروکسل کې د ناټو غونډه

د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو او روسیې استازي به روانه اوونۍ دوهم ځل د ناټو او روسیې د شورا دویمې غونډې ته د اوکراین پر پوله د تاوتریخوالي د کمولو په هدف ګډون وکړي.

ویل کېږي په دغو خبرو کې به د ناټو هېوادونو او روسي چارواکو ترمنځ د پام وړ پرمختګ ونه لیدل شي.

دا غونډه د جنورۍ په لسمه په جنیوا کې د امریکا او روسیې د خبرو له لومړي پړاو وروسته ده چې بې نتیجې پاتې شوې.

د اجنډا په سر کې اوکراین ته نږدې د کرملین د سرتیرو ځای پرځای کولو موضوع ده چې اندېښنې يې رامنځته کړي چې روسیه ممکن د اوکراین پر خاوره د نوي یرغل پیلولو ته چمتووالی نیسي.

مسکو د اوکراین سره پولې ته نېږدې او د روسیې تر کنټرول لاندې د اوکراین په کریمیا ټاپو وزمه کې شااوخوا سل زره سرتیري ځای پر ځای کړي دي. امریکا ویلي چې له دې اقدامه ښايي د روسیې هدف پر اوکراین حمله وي.

لوېدیځ چارواکي او څېړونکي وايي، د روسیې ځواکونه ځای پرځای کول پر امریکا او اروپايي متحدینو د فشار راوستلو هڅه ده چې امتیازات ورکړي.

د ناټو او روسیې د شورا غونډه به چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې لومړی ځل کېږي، د مسکو پر هغه غوښتنه غور وکړي چې له ناټو ژمنه غواړي چې د خپل ختیځ لور ته به نه پراخیږي او هغه وړاندې تګ چې په مرکزي او ختیځه اروپا کې یې له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې کړی دی، بېرته ودروي.

که څه هم ویل کېږي چې تمه لږ ده خو ناټو هیله لري مسکو دوامداره خبرو ته راوبولي او د پوځي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د اروپايي ټولنې عمومي منشي ینس سټولټنبرګ روانه اوونۍ وویل چې یوه ښه نتیجه به دا وي چې د نورو غونډو پر سر موافقه وشي.

ناټو ایتلاف ته د امریکا سفیرې جولیان سمېت د جنورۍ په ۱۱مه نېټه وویل، د ناټو یو متحد هېواد هم نه غواړي چې د ناټو د پرانیستو دروازو د پالیسۍ په تړاو دې خبرې وکړي.

د ناټو غړي هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې د ناټو غړیتوب د خپلواکو هېوادونو مساله ده چې په خپله پرېکړه وکړي.

تردې غونډې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرکچي مرستیالې وینډي شېرمن د روسیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سرګي ریابکوف سره تر خبرو وروسته د ناټو غړي رابللي.

د جنورۍ په لسمه په جنیوا کې تر اوو ساعتونو زیاتو خبرو وروسته د روسیې او متحده ایالاتو چارواکو دواړو وړاندیز وکړ چې خبرو ته دوام ورکړي، که څه هم پایله یې نه وه.

د کرملين وياند ديميتري پيسکوف د جنورۍ په ١١مه وويل چې د امريکا او روسيې خبرې اترې خلاصې او مستقيمې وې خو د هغو مسايلو په اړه کوم پرمختګ نه دی شوی چې مسکو يې عاجل ګڼي.