قادري: کارګرو د ۶ میاشتو معاشونه نه دي اخیستي، باید ورکړل شي

د افغانستان د کارګرو د ټولنې مشرمعروف قادري

د افغانستان د کارګرو ټولنه وايي، په تېرو څو میاشتو کې د معاشونو د نه ورکولو له امله افغان کارګران له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دې ټولنې مشر معروف قادري نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۲مه) ازادي راډيو ته وویل کارګرو له تېرو ۶ میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي اخیستي چې باید ورکړل شي.

د قادري په وینا، که د دې کارګرانو معاش ور نه کړل شي، ډېر به یې مجبور شي چې د کار لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

ښاغلی قادري وايي، په تېر جمهوري نظام کې ۴۰۰ زره کارګر په دولتي ادارو لکه تولیدي کارخونو، د ذغالو په کانونو، صفاکارۍ او نورو برخو کې کار کاوه او سلګونه زره په خصوصي برخو کې په کار مصروف وو.

نوموړی وايي، څو ځله یې دا موضوع له مالیې وزارت سره شریکه کړې ده خو له ژمنې سره هم تر اوسه د دې کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي.