طالبان: تاجکستان او ازبیکستان دې د افغانستان الوتکې راوسپاري

ارشیف، د افغانستان الوتکې

د طالبانو دفاع وزیر د افغانستان دوو ګاونډیو ته خبرداری ورکړ چې هغه الوتکې بېرته افغانستان ته وسپاري چې د دوی تر واکمنۍ وروسته هلته انتقال شوي دي.

مولوي محمد یعقوب پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په کابل کې د هوایي ځواک د تمریناتو پرمهال وویل: "زموږ کومې الوتکې چې له تاسو سره ولاړې دي که هغه له تاجکستان سره دي، که له ازبیکستان سره دي دا بېرته راولئ، هېڅکله موږ اجازه نه ورکوو چې دا الوتکې په بهر کې پاتې شي او یا دوی استفاده ورڅخه وکړي."

مولوي یعقوب زیاته کړه چې که دا الوتکې ونه سپارل شي بد عواقب به ولري، خو ده توضیح نه کړه چې څرنګه بدې پایلې به لري؟

ویل کېږي چې د اګسټ په پنځلسمه د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر څلوېښت ډېرې الوتکې ازبیکستان او تاجکستان ته انتقال شوي دي.