د ننګرهار په لعلپورې کې یو ځل بیا سرګلوله چاودلې؛ ۲ ښځې وژل شوي 

د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې یوې ناچاودې سرګلولې چاودنه کړې چې له امله یې دوه ښځې وژل شوي او يوه ځوانه نجلۍ ټپي شوې ده.

د ننګرهار د لعلپورې ولسوال قاري ابوبکر نن سه شنبې(د مرغومې په ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې نن له غرمې وروسته د لعلپورې ولسوالۍ په فتحې نوم سیمه کې په یوه کور کې یوې ناچاوده سرګلوله چۍ یوې ښځې له غره په خسو کې راوړې، چاودنه وکړه چې دوه مېرمنې یې ووژلې او یوه ځوانه نجلۍ یې ټپي کړه.

د يادونې ده چې تېره ورځ هم په دغې ولسوالۍکې د هاوان یوې مرمۍ چاودنه کړې وه چې د ښوونځي نهه زده کوونکي یې وژلي وو او ۳ نور ټپيان شوي وو.