طالبانو د کار بدل کې پر خلکو د غنمو د وېش لړۍ پیل کړه

غنم

د طالبانو حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) ۱۶ ولایتونو ته د غنمو د لېږد او د کار بدل کې پر خلکو د وېش لړۍ پیل کړه.

د دغه وزارت د غنمو د وېش د کمېټې غړي محمد بصیر حقیار نن ازادي راډیو ته وویل، د دغې لړۍ په جریان کې به ۲۱۵۵۹ ټنه غنم په ۱۶ ولایتونو کې د کار بدل کې پرخلکو ووېشل شي.

د ښاغلی حقیار په خبره زابل، بامیان، پکتیا، ډایکندي، پکتیکا، ارزګان، سرپل، ننګرهار، خوست، میدان وردګ، کندهار، هلمند، فراه او فاریاب په هغو ولایتونو کې شامل دي چې سر له سبا به غنم هلته پر کارګرو وېشل کېږي.

خو نوموړي په دی اړه جزئیات ورنه کړل چې یاده اندازه غنم به په څه شمېر کارګرو وېشل کېږي.

وړاندې تردې د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالداری وزارت پر ۴۰ زره کارګرو د غنمو د ویش لړۍ په کابل کې پیل کړې وه.