د قزاقستان چارواکي: د مرګونې ناکرارۍ په تړاو لس زره کسان توقیف شوي

قزاقستان کې د تیرې اوونۍ تاوتریخوالی

په قزاقستان کې چارواکو ویلي چې د تېرې اوونۍ مرګونې ناکرارۍ په تړاو یې تراوسه نژدې لس زره کسان توقیف کړي دي.

د نیول شوېو کسانو په شمېر کې دا زیاتوالی داسې مهال راځي چې د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف علیخان سماعیلوف د نوي صدر اعظم په توګه ټاکلی دی.

سماعیلوف نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) یوې غونډې ته وینا هم کوله چې په دولتي ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده.

ولسمشر توقاییف پرون دوشنبه د ګډو ګټو د تړون د سازمان غونډې ته په وینا کې وویل چې تراوسه په ناکراریو کې د مړینو دقیق ارقام معلوم نه دي او په دې اړه څېړنه روانه ده.

تردې یوه ورځ مخکې یوه دولتي بنسټ د مړینو شمېر۱۶۴ ښودلی و.

دغه اعتراضونه د جنوري په دوهمه د قزاقستان له لویدیځ څخه د تیلو او ګازو د بیو د لوړېدو په وړاندې پیل شول چې وروسته د دې هېواد ټولو لویو ښارونو ته پراخ شول.