د ینس سټولټنبرګ خبرداری؛ که روسیه اوکراین اشغال کړي درنه بیه به وګالي

ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن یو ځل بیا مسکو ته خبرداری ورکړ چې که اوکراین اشغال کړي نو درنه بیه به وګالي.

خو هغه زیاته کړه چې په جینوا کې د امریکا او روسیې امنیتي مذاکرات به چې نن پیل شول د دې کړکېچ د حل لپاره یوه لاره ومومي.

ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې نن په بروکسل کې د اوکراین د اروپا او یورو اتلانتیک د چارو له مرستیال وزیرې اولها ستیفا نیشینا سره د کتنې پر مهال وکړې.

مېرمن ستیفانیشینا وویل چې اوکراین قزاقستان نه دی.

نوموړې وایي:" اوکراین قطعاً قزاقستان نه دی. د اوکراین تر ټولو غوره ځواب دا دی چې د بدلون له لارې کورنۍ استقامت رامنځته کوي. اوکراین د قزاقستان برعکس، اوکراین کې ځواکمنه مدني ټولنه، کارپوهان او قوي اپوزیسیون لري."

سټولټنبرګ زیاته کړه چې ناټو به د اوکراین ملاتړ وکړي او د خپل ځان د دفاع په چاره کې به مرسته ورسره وکړي.

د ناټو غړو هېوادونو وروسته له هغه مسکو ته پر اوکراین د احتمالي یرغل په مسئله کې خبرداری ورکوي چې روسیې له اوکراین سره د سرحد په اوږدو کې لسګونه زره سرتیري ځای پر ځای کړل.