د قزاقستان ولسمشر: د تېرې اوونۍ لاریونونه د تروریستانو یرغل او د کودتا هڅه وه

د قزاقستان ولسمشر

د قزاقستان ولسمشر په دې هېواد کې د وروستیو ناامنیو پړه پر یوه ځانګړې ځاله چې د ده په وینا پر واکمنۍ د ولکې هڅه یې کوله واچوله.

قاسم جومارت توقایوف نن دوشنبې( د مرغومې په ۲۰مه) د پخواني شوروي له جمهوریتونو جوړ، د ډله ییز امنیت د سازمان د غړو هېوادونو انلاین سرمشریزې ته د وینا پرمهال دا ادعا وکړه.

دا سرمشریزه د قزاقستان د وروستیو تحولاتو په اړه د بحث لپاره جوړه شوې ده.

توقایف وویل، د اصلاحاتو د غوښتونکو مظاهره چیانو اعتراضونه چې په ترڅ کې یې تاوتریخوالی پېښ شو اوس پای ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه چې د تېرې اوونۍ اعتراضونه پر دې هېواد د تروریستانو د یرغل نتیجه وه.

هغه ادعا وکړه چې معترضانو غوښتل کودتا وکړي.

توقایف له خلکو د معلوماتو د پټولو راپورونه رد کړل او د اعتراضونو د عیني شاهدانو هغه څرګندونې یې بې اساسه وبللې چې ګنې پر سوله ییزو معترضانو د چارواکو له خوا برید شوی.

د توقایف حکومت د اعتراضونو پرمهال بېړنی حالت اعلان کړ او د جنوري په ۵مه نېټه د ډله ییز امنیت سازمان چې روسیه، تاجیکستان، قرغزستان، بلاروس، ارمنستان او قزاقستان یې غړي دي سمدستي موافقه وکړه چې له دې هېواد سره د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.